انگ سانگ سوچي له ٢٠ کاله وروسته جايزه واخيسته

د برما د حکومت مخالفینو مشره آنګ سانگ سوچي بالاخره په دې وتوانېده چې د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي ټولنې د سخروف جایزه ترلاسه کړي.

دغه جایزه شاوخوا ٢٠ کاله وړاندې مېرمن شوچي ته ځانګړې شوې وه.

مېرمن سوچي په ۱۹۹۰ کال کې ونه شو کولای چې خپله جایزه واخلي ځکه هغه په برما کې په خپل کور کې نظر بند وه.