هند وايي پاکستاني پوځيانو يې سرتېری وژلی

هند پاکستاني پوځیان تورن کړي چې په کشمیر کې یې پر نژدې پنځلسو پوستو ډزې کړې دي.

چارواکي وايي د جمو په سیمه کې له نړیوالې پول سره نژدې په ډزو کې لږترلږه یو هندي سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دوی د وروستیو ډزو تبادله له یوې لسیزې راهیسې د تاوتریخوالي تر ټولو جدي پېښه بولي.

هند او پاکستان ډېری وخت یو بل پر پارونکو ډزو تورنوي.

ډزې زیاتره وخت د کشمیر د جلا شوې کرښې په لانجمنه سیمه کې کیږي.