ډهاکې پېښې قربانبانو ته تاوان نه دی ورکړل شوی

بنګله دېش کې د یوې سروې په پایله کې چې د کالیو جوړولو یوې کارخانې کې شپږ میاشتې مخکې د یوې خونړۍ پېښې وروسته تر سره شوې، ویل شوې، چې تر اوسه ډېری زیانمنو ته تاوان نه دی ورکړل شوی.

"اکشن اېډ" نومي خیریه موسسې "رعنا پلازې" نومې کارخونې له دریو څخه د دوو برخو زیانمنو کسانو له خپلوانو څخه پوښتنې کړې او جوته شوې، چې سلو کې یوازې شپږو زیانمن شویو کسانو خپلوانو ته د تاوان پېسې ورکړلې شوې دي.

د دغې کارخونې نړېدو پایله کې له ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو. د وژل شویو ډېری خپلوان بېرته په دنده نه دي ګومارل شوي او سروې جوته کړې، چې ډېر دغو کسانو د پېښې له کبله فزیکي ستونزو سره مخامخ شوي دي.