دمشق هوايي ډګر ته نژدې چاودنې شوې

پلازمېنې دمشق هوايي ډګر ته څېرمه له چاودنو وروسته د سوریې لویه برخه له برېښنا محرومه شوه.

د دمشق اوسېدونکي وايي ټوله پلازمېنه په تیاره کې ډوبه ده، خو د سوري چارواکو په وینا د برېښنا پرې کېدو لړۍ پراخه نه ده.

چارواکي وايي د برېښنا پرې کولو مسوولیت د بشارالاسد حکومت مخالفانو پر غاړه دی، دوی وايي په سویل کې د برېښنا تولید لپاره د سوند موادو په توګه کارېدونکي ګاز نل لیکو ته زیان اوښتی.

سوریې کې د درې کلنې جګړې په اوږدو کې څو ځلې د دغه هېواد پراخه ساحه کې برېښنا بنده شوې ده.