د الشباب مشر عبدي قادر محمد برتانیا کې اوسېدلی

بي بي سي ته معلومه شوې، چې د توندلارې الشباب ډلې یو لوړپوړي مشر چې تېره میاشت د ځانګړو امریکايي ځواکونو د ناڅاپي برید هدف و، برتانیه کې وخت تېر کړی.

عبدي قادر محمد چې د الیاس اکریماه په نوم پېژندل کېده، په ناروې کې د پناه غوښتنې له رد کېدو وروسته ۲۰۰۷ کال کې لندن ته سفر کړی.

هغه کینیا کې په یو شمېر ترهګریزو توطیو کې ښکېل بلل کېده. دغسې پلانونو نه یوه کې د هغه ځانمرګي برید ګر د برتانوۍ کونډې نوم هم یادېده، چې ۲۰۰۵ کې لندن برید وکړ.

تېره میاشت سومالیه کې د یوې چاپې پر مهال ځانګړي امریکايي ځواکونه و نه توانېدل، چې ایکریمه ونیسي.