موټرچلوونکو ښځو ته د سعودي حکومت خبرداری

د سعودي عربستان چارواکو هغو مېرمنو د خبرداري لهجه تنده کړې چې غواړي نن شنبه د اعتراض په توګه په ډله موټر چلولو کې برخه اخلي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت هغه خبر داری تکرار کړی چې وايي که هرچا په دې اعتراض کې چې له قانون سره په ټکر کې دی برخه واخیسته، له نامشخصې سزا سره به مخامخ شي.

له ۱۹۹۰ کال راهیسې دا په خپل ډول کې دریم اعتراض دی.

شاوخوا ۱۷ زره کسانو هغه عریضه لاسلیک کړې چې په کې د مېرمنو لپاره د موټر چلولو حق غوښتل شوی او یا دا چې هغوی ته د موټر چلولو د حق نه ورکولو لامل په ډاګه کړل شي.