کابل کې چاودنې یو ولسي وګړی وژلی

د افغانستان پلازمېنې کابل ارزان قیمت سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه یو ولسي وګړی وژلی او د هېواد د هوايي ځواک پنځه سرتېري یې ټپیان کړي دي.

دا خبر د افغانستان د دفاع وزارت تایید کړی دی.

سرچینه وايي، چاودنه نن ګهیځ یکشنبه (عقرب/لړم ۵، اکتوبر ۲۷) شاوخوا شپږ بجې او ۵۰ دقیقې وشوه.