د چک ټاکنې او سیاسي بې ثباتي

په چک جمهوريت کې د نويو ټاکنو پايلو ښوولې چې ښايي په دغه هېواد کې له څو مياشتو راهيسې روانې سياسي بې ثباتۍ ته د پاى ټکى کښې نه ږدي.

سوسيال دیموکراټان د رايو د شاوخوا ٢١ سلنې په خپلولو له ټولو مخکې دي، خو دا شمېره د حکومت د جوړولو لپاره بسنه نه کوي.

اوس به سوسيال ډیموکراټان د "هو" په نامه ولسپالي گوند سره چې په ټاکنو کې يې دويم ځاى خپل کړى د يوۀ اېتلافي حکومت پر جوړولو خبرې وکړي.

خو د "هو" د گوند مشر ميليارډر اندرېج بابېس وايي هغه د يوې سيوسيال ډیموکراټې کابينې د ملاتړ ان خيال هم نه شي کولى:

"موږ هغوى ته مبارکي وايو، خو موږ به خپلو پروگرامونو او لومړيتوبونو ته ژمن پاتې کېږو "

په چک کې له تېر جون راهيسې، هغه مهال چې د ښي اړخي مرکزي حکومت له جاسوسۍ او فساد سره تړلې يوې رسوايۍ له امله وپرځول شو، سياسي حالات ترينگلي دي.