وسله والو کسانو مکسیکو کې بریدونه کړي

د مکسیکو په لوېدیځ ایالت مېشواکان کې وسله والو پر لږ تر لږه نهو برېښنايي مرکزونو او د پېټرولو د وېش پر ټانکونو ډزې کړې او لاسي جوړ شوي بمونه یې ورغورځولي دي. د دغو بریدونو له امله د سیمې په یو شمېر ښارونو کې برېښنا پرې شوې ده.

چارواکو ویېلي، دغه بریدونه ښايي د نشه يي توکیو د قاچاق وړونکو لخوا تر سره شوي دي. دوی وايي، دغو ډلو ښايي دا کار د سیمې د ولسي پولیسو د هغو هڅو په غبرګون کې کړی وي، چې له لارې یې غواړي له دې سیمې قاچاقوړونکي وشړي.