کامیرون د اسلامي ونډو بازار پلان په باب غږیږي

د برتانیا لومړی وزیر به نن د ورځې په وروستیو کې د نړیوالې اسلامي اقتصادي غونډې ته د پرانیسې وینا پر مهال، په لندن کې د اسلامي ونډو بازار پلان څخه پرده پورته کړي.

اټکل دی چې ښاغلی کامیرون به ووايي، برتانیا غواړي د لومړني غیر اسلامي هېواد په توګه اسلامي اقتصادي مارکېټ جوړ کړي.

د اسلامي نړۍ کلنۍ اقتصادي غونډه روانه اونۍ په لومړي ځل په یوه غیر اسلامي هېواد کې جوړیږي.

په دغې غونډې کې افغان ولسمشر حامد کرزی او اد اردن پاچا ملک عبدالله هم ګډون کوي.