د پوتين پر مخالف نوي تورونه لګېدلي دي

په روسیې کې د ولسمشر ولادمير پوتین ستر مخالف له نویو جرمي تورنو سره مخامخ کیږي.

الکسندر نوالني چې د مسکو ښاروالۍ ټاکنو ته درېدلی و اوس له خپل ورور سره د پیسو سپينولو له تورونو سره مخ دی.

ښاغلی نوالني وايي دغه تورونه په بشپړه توګه سیاسي انګیزه لري.