"القاعدې" نیجر کې ۴ فرانسویان خوشي کړي

په اسلامي مغرب کې "القاعدې" شبکې هغه څلور فرانسویان خوشي کړي، چې درې کاله مخکې یې تښتولي وو.

دغه کسان د تېرې سې شنبې په ورځ خوشي شوي.

څلور واړه خوشي شوي فرانسویان په یوه الوتکه کې د چارشنبې په ګهیځ فرانسې ته ولېږل شول.

خوشي شويو فرانسویانو د "اریفا" په نامه د فرانسوې یوه اتومي چارو ترسره کوونکي شرکت لپاره کار کاوه.

دوی د نیجر په شمال کې د فرانسوي حکومت او تښتوونکو ترمنځ د خبرو پایله کې خوشي شوي.

دغه کسان درې کاله مخکې د نیجر شمال "ارلیت" بټو او هغه سیمه کې نیول شوي وو، چې دوی کار پکې کاوه.

یوه خبریال رویټرز خبري اژانس ته د نیجر پلازمېنې نیامي هوايي ډګر کې ویلي چې څلور واړه فرانسویان له دوو فرانسوي وزیرانو سره فرانسې ته استول شوي.