د تونس سوسه ښار کې ځانمرګی برید شوی

د تونس پولیس وايي، سوسه ساحلي ښار کې یوه کس د سیلانیانو د اوسېدو یوه سیاحتي هوټل مخې ته ځان چوولی دی.

په هوټل کې کارکوونکو بي بي سي ته ویلي، پېښه کې یوازې برید کوونکی وژل شوی، بل هېچا ته زیان نه دی اوښتی.

سوسه ښار - چې د تونس پلازمېنې په سوېل کې پروت دی- د سیلانیانو د ورتګ او ګڼې ګوڼې ځای دی.

پر همدې مهال، پولیسو د یوه داسې کس د نیولو خبر ورکړی، چې وايي پرځان پورې یې چاودېدونکي توکي تړلي وو او غوښتل یې د مخکني ولسمشر الحبیب بروقیبه قبر ته څېرمه په المنستیر ښار کې ځان وچووي.