نيمروز کې وسله والو د پوځ دوه سرتېري وژلي

د نیمروز ولایت دلارام ولسوالۍ په بازار کې تېره شپه د وسله والو یوه برید پایله کې د افغان ملي پوځ دوه سرتېري وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي.

یوه ځايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د بي بي سي ځايي خبریال ته ویلي، چې وسله والو طالبانو پر دغو سرتېرو، چې د هرات کندهار لویې لارې اوږدو کې پر دنده بوخت وو، برید کړی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.