سوريه: همکاري زموږ په اړه نظر بدلولی شي

سوریه وايي، هیله لري چې د وسلو له نړیوالو څارونکو سره همکاري به د دغه هېواد د حکومت په اړه د نړیوالو نظر تبدیل کړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، سوریه پخوا هم د نړیوالې ټولنې یو رغوونکی ملګری و او په راتلونکي کې به هم خپل دغه ملګرتوب روان وساتي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي ادارې اعلان کړی، چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د تولید ټولې کارخونې ویجاړې شوې او یا هم له کاره غورځول شوې دي.

د دغه هېواد په کیمیاوي زېرمو کې تر زرو ټنو زیات زهرجن مواد لا هم له منځه نه دي وړل شوي.