جاپان او روسیه پوځي همکاري ډېروي

له کلونو وروسته دفاعي چارو په لړ کې له لومړنیو خبرو وروسته، جاپان او روسیې پرېکړه کړې، چې د خپلو وسله والو څواکونو تر منځ همکاري زیاته کړي.

توکیو کې له هر اړخیزو خبرو وروسته، دواړو هېوادونو د ګډو پوځي تمریناتو پر کولو هوکړه وکړه او دغه راز یې ومنله، چې دفاعي چارو لړ کې به د سلا مشورو لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

دغه هوکړه له هغه یوه ورځ وروسته اعلانیږي، چې جاپاني او چینايي بهرنیو چارو وزیرانو د پولو په سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړو له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کولو هوکړه کړې.

مبصرین د جاپان او روسیې ترمنځ سیمه کې زیاتېدونکو امنیتي اندېښنو د غبرګون په نظر ګوري، چې د چین ډېرېدونکي پوځي حضور او شمالي کوریا د اتومي وسلو ګواښ راټوکولې دي.