کانګوکې د ځواکونو او ایم ۲۳ یاغیانو ترمنځ د جګړې راپور

په کانګو ډموکراتیک جمهوریت کې د یوګانډا له سرحد سره نږدې د حکومتي ځواکونو او ایم درویشت یاغیانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

پوځ وايي، دوی هڅه کوي چې د یاغیانو لخوا نیول شوې وروستۍ سیمه له هغوی پاکه کړي خو د بي بي سي یو خبریال وايي، ایم درویشت جنګیالیو په سرحدي ښارګوټي بوناګانا کې پر یوه مارکېټ او د پولیسو پر یوه مرکز توغندي ورولي چې لږ تر لږه څلور کسان پکې وژل شوي دي.

دغو نښتو زرګونه کډوال اړ کړي، چې یوګانډا ته وتښتي