کولمبیا کې څوارلس سوه کیلو ګرامه کوکاین نیول شوي

د کولمبیا سمندري ځواکونو د امریکا د نشه يي توکیو ضد ادارې کارکوونکو د معلوماتو په پایله کې په کارابین سمندرګي کې له یوې کښتۍ څوارلس سوه کلوګرامه کوکاین تر لاسه کړي دي.

د کولمبیا حکومتي چارواکي وايي، کښتۍ له شمالي ښارګوټي ماناوره روانه شوې وه او دومینیک جمهوریت ته په لاره په نړیوالو اوبو کې ونیول شوه.

په دغو عملیاتو کې څلور تنه وېنزوېلایان او یو کولمبی وګړی نیول شوي چې اوسمهال په فلورېډا کې بندیان دي او تمه ده چې رسما به په دې اړه تورن شي.