کانګو کې ياغيانو د بغاوت ختمېدو اعلان کړی

په کانګو ډموکراتیک جمهوریت کې د ایم درویشت یاغي غورځنګ د ملګرو ملتونو د ځواکونو په مرسته د حکومت د پوځ له خوا له سنګرونو څخه له ویستل کېدو وروسته د خپل خپل بغاوت پای اعلان کړی دی.

یاغیانو په یوه ویناپاڼه کې ویلي، دوی به وسلې کېږدي او پر ځای به یې له سیاسي لارې د خپلو موخو د لاسته راوړو هڅې وکړي.

تر دې وړاندې د کانګو د حکومت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې وروستي یاغي وسله وال یا تسلیم شوي او یا هم له سرحده یوګانډا او روانډا ته ور اوښتي دي.

د افریقايي هېوادونو مشرانو پرون په سوېلي افریقا کې د غونډې پر مهال د ایم درویشت یاغي ډلې پر مشرانو غږ وکړ، چې په علني ډول د جګړې د پای اعلان وکړي چې له لارې د سولې موافقې لاسلیکولو ته لاره اواره شي.