يونان د مرستو اخيستو لپاره خبرې پيل کړي

د یونان حکومت له خپلو نړیوالو پور ورکوونکو سره د مالي مرستو د بلې جوپې د تر لاسه کولو په اړه په اړه سختې خبرې پیل کړې دي.

د اروپايي کمېسون، مرکزي بانک او د پیسو نړیوال صندوق غړي اتن ته رسېدلي او له یونانه یې د لګښتونو د لا کمولو غوښتنه کړې ده.

دوی ټینګار کوي، چې په ملي بودیجه کې درز له هغه څه زیات دی چې وزیران یې وايي. د یونان حکومت د اروپا د لویې وچې د بې روزګارۍ تر ټولو زیاتې کچې د کمولو لپاره وخت غواړي.