جينيوا کې د سوريي د جګړې د ختمېدو هڅې

نن په جېنېوا کې د سوریې د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو ته د لارې اوارولو په موخه یوه غونډه جوړېږي.

د دغې غونډې کوربه توب به د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی لخضر براهیمي کوي.

د سوریې په اړه غونډه له تېرو څو میاشتو راهیسې د غونډې د ګډونوالو پر سر د اختلاف له کبله ځنډول شوې ده.

په دې اړه به لومړۍ خبرې اترې له روسي او امریکايي ډېپلوماتانو سره تر سره کېږي.

دغه خبرې وروسته له هغې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې والیري اموس امنیت شورا ته وویل، چې د سوریې وضعیت په چټکۍ مخ پر خرابېدو دی. ن

وموړې وویل، چې په سوریه کې نهه اعشاریه درې میلونه خلک، یانې د ټولو وګړو څلوېښت سلنه، اوس مرستو ته اړتیا لري.