کندهار کې پولیسو ځانوژونکی وژلی

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سرحدي ځواکونو سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ځانوژونکی هدف ته له رسېدا وړاندې وواژه.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ځانمرګی برید کوونکی د سې شنبې ماسپښین شاوخوا دوه بجې ووژل شو.

وايي، چې دغه ځانمرګی د سپین بولدک وېش سیمې په لقمان کلي کې ووژل شو، او له چاودېدونکو توکو ډکه کرولا يې هم وچوول شوه.

سرچینه وايي، ځانوژونکي ته له پاکستانه د راوښتو پرمهال د پولیسو له خوا د درېدو امر وشو، خو هغه ونه درېد، هماغه وو چې پولیسو ډزې پرې وکړې او ويې واژه.