اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب پرسر خبرې

اروپايي ټولنه به نن له ترکیې سره په دغې ټولنې کې د غړیتوب د وړاندیز په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره د خبرو نوی پړاو پیل کړي. په دې اړه خبرې اترې له تېرو دریو کلونو راهیسې ځنډول شوې دي.

ترکیې د دغې ټولنې د غړیتوب لپاره خپل لومړی غوښتنلیک شپږویشت کاله مخکې وړاندې کړی و، چې هغه مهال د اروپا د اقتصادي ټولنې په نامه یادېده.

د اروپايي ټولنې یوه نوي رپوټ کې د قضايي سمون له امله د ترکیې ستاینه کړې، خو د دغه هېواد پولیس یې په جون میاشت کې د مظاهرو پر مهال د زیات ځواک د کارولو له امله تر نیوکې لاندې راوستي دي.