ملي امنيت کابل کې ځانمرګی بريدګر نيولی

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي یوه ځانمرګی برید کوونکي چې غوښتل چې پر یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي برید وکړي نیول شوی دی.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې په کابل کې دا نیول شوی کس د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کس اعتراف کړی چې په قبایلي سیمه میرانشاه یې کې پوځي روزنه تر لاسه کړې ده.

خو د ملي امنیت د لوی ریاست په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې کوم لوړ پوړی چارواکی د دې بریدګر هدف وو.