سوري ځواکونو د سبینې ښارګوټی نيولی دی

له سوریې څخه رارسیدلي راپورونه وايي د سوریي دولتي ځواکونو د لبنانۍ ډلې حزب الله په ملاتړ د پلازمینې دمشق په څنډه کې یو ښارګوټی تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

دولتي رسنیو او یاغیانو ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دولتي ځواکونو د سبینه کنټرول په خپل لاس کې اخستی دی.

سبینه د دمشق په څنډو کې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو د اکمالاتو اساسي لاره بلل کیږي.