د 'فیفا' مشر افغان فوټباله لوبډله ستایلې ده

د فوټبال نړیوال فدراسیون مشر سپ بلټر د افغانستان د اولمپيک او فوټبال فدراسيون له مشر کرام الدين کريم سره د ليدو پر وخت په افغانستان کې د فوټبال په پرمختگ خوښي وښووله او ژمنه يې وکړه چې ژر به کابل ته سفر کوي.

وړاندې د فوټبال د اتحاديې مشر میشل پلاټیني هم د افغانستان د فوټبال لوبډله ستایلې وه.

نوموړي د سويلي اسیا هیوادونو د فوټبال سیالیو تر ختمېدا وروسته افغانستان ته سفر کړی و.