نن د ايران موضوع پر سره هوکړه ناممکنه ده

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هګ وايي، د ایران اتومي پروګرام پر سر خبرو کې ستونزمن مسایل لا پاتې دي او ناممکنه ده، وویل شي چې د ورځې پای کې به یوه هوکړه رامنځ ته شي.

د ښاغلي هګ په وینا د جمعې په شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري او ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تر منځ له خبرو وروسته پرمختګ شوی دی.

جینوا کې له ټاکل شوي مهال وېشه پرته دریمه ورځ هم خبرې روانې دي او هګ وايي که یوې هوکړې ته و نه رسیږو، ټول ښکېل اړخونه به راتلونکو اونیو کې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.