بغلان کې د کندوز یو رییس تښتول شوی

د بغلان ولایت په جلوګیر سیمه کې نامعلومو کسانو د کندوز ولایت د کلیو پراختیا رییس انجنیر شفیق الله مایارتښتولی او د هغه یو ورور یې په ډزو وژلی دی.

تښتول شوی رییس د بغلان اوسېدونکی و او له خپله کوره کندز کې دفتر ته پر لاره و، چې وتښتول شو.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیې قومندان سیدمیر احمدزی دغه پېښه تاییدوي او وايي پلټنې یې پیل کړې دي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.