ایران د شیعه او سني ترمنځ شخړې نړۍ ته لوی ګواښ بولي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ شخړې ښايي د نړۍ امنیت ته تر ټولو سخت ګواښ وي.

محمد جواد ظریف له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې ټولې خواوې باید د سوريې د مسالې پر سر اختلافات یوې خوا ته کړي او د ټولنوېشنې د دغې موضوع حل ته پام وکړي:

''زما په اند، دا ستونزه یوازې سیمې ته نه بلکې ټولې نړۍ ته یو ستر امنیتي ګواښ دی. زما په باور موږ ټول باید د سوریې پر سر له اختلافاتو هاخوا پر دې موضوع سره په ګډه کار وکړو. ایران دې ټکي ته ژمن دی او ما له خپلو ترکي ملګرو سره هم پر دې مسلې خبرې کړې دي.

ما په عراق کې له خپلو عراقي همکارانو سره هم پر دې خبرې کړې دي او له هغوی سره مو پر دې موافقه وکړه، چې دا ستونزه زموږ د ټولو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده. موږ د سیمې له نورو هېوادونو سره هم په دې اړه په ګډه کار کولای شو، خو ځینې خلکو دغې دښمنۍ ته لمن وهلې ده''.