امریکا: ډزو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۹ ټپیان دي

د امریکا په ټکزاس ایالت کې چارواکي وايي، په هوسټن د یوه زده کوونکي د اتلسمې کلیزې په مراسمو کې ډزې شوې چې دوه کسان پکې وژل شوي لږ تر لږه نولس نور پکې ټپیان شوي دي.

پولیس وايي، دغه مراسم هغه مهال په ویجاړي بدل شول چې یوه کس د خوشالۍ هوايي ډزې وکړې.

دوی همدراز وايي، له دې سره سم یوه بل کس د وارخطایۍ له امله د خلکو پر ګڼې ګوڼې ډزې وکړې. په دغو مراسمو کې تر سلو زیاتو کسانو ګډون کړی و، چې ډېری یې د اوولسو او نولسو کلونو په منځ کې وو.

پولیس په هغو دوو وسله والو پسې ګرځي، چې باور کېږي، عمرونه تر شلو کالو کم دي.