د چين کمونست ګوند غونډې پر اصلاحاتو سلا کړې

د چين مشرانو د کمونست ګوند يو تر ټولو مهمه غونډه پر دې هوکړه پای ته رسولې، چې دوی د راتلونکې لسيزه لپاره د اصلاحاتو يوه بشپړه ټولګه بللې ده.

د غونډې پايلو په اړه جزئيات لا هم په راوتو دي، خو شينهوا دولتي خبري اېجنسۍ ويلي بازار به په اقتصاد کې لا ډېر پرېکنده رول لوبوي.

يوه نوې کمېټه به هم په دې موخه جوړېږي چې د شونو ټولنيزو ناکراريو پر وړاندې د کورني امنيت څارنه وکړي.

دغه پرېکړې په بېجينګ کې د واکمن ګوند ۴۰۰ مشرانو په يوه پټه غونډه کې شوې دي.