سويلي افريقا کې ترافيکې پېښې ۲۶ کسه وژلي

په سوېلي افریقا کې یو بس موټر له یوې لارۍ سره ټکر شوی، چې له امله یې لږ تر لږه شپږ ویشت کسان وژل شوي او یوولس تنه نور سخت ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د پلازمېنې پریتوریا د ختیزې څنډې په سل کلومترۍ کې له کواګافونتین ښارګوټي سره نږدې رامنځته شوې ده.

یوه حکومتي ویاند ويېلي، دغه بس د پرېتوریا له لوري راروان و چې یوه لارۍ پر سړک د یوه تم شوي موټر د بچ کولو په موخه له خپلې لیکې راووته او ورسره ټکر شوه.

د یاد سړک په دغه سیمه کې پخوا هم مرګوني ټکرونه رامنځته شوي دي.