څلور نیویارک مېشتي ایراني هنرمندان وژل شوي

څلور تنه نیویارک میشتي ایراني هنرمندان په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وايي، په دوی کې یوه تن علي اکبر محمدي رفیع د یلو ډاګز په نامه د راک موسیقۍ د دوو غړو په ګډون درې کسه په ډزو وژلي او وروسته یې ځان هم وژلی دی.

د نیویارک د پولیسو کمېشنر ری کیلي وویل، د ده په باور د دغو کسانو تر منځ د پیسو پر سر شخړه راپورته شوې وه:

''د برید کوونکي لخوا درې کسان ویشتل شوي او وژل شوي دي. څلورم کس چې ټپي وو ځان یې وژلی دی.

تر کومه چې موږ پوهېږو د راک موسیقۍ د یوې ډلې په ګډون د دغو کسانو تر منځ د پیسو پر سر شخړه را منځته شوې ده. موږ پر دې باور یو، چې دغه ټول کسان ایرانیان دي او یا په ایران کې زېږېدلي دي. د پېښې په اړه نور مالومات څرګند نه دي''.