فراه کې ۱۷۰ بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی

د فراه د محبس چارواکي وایي شاوخوا ۱۷۰ تنو بندیانو بیا هم په ځانونو پسې دروازې تړلي او د نه خوړو په اعتصاب یې لاس پورې کړی دی.

دوی وايي د بند مودې د راکمولو په برخه کې د ولسمشر په وروستي فرمان کې نه دي شامل شوي.

خو چارواکي وايي د ولسمشر فرمان لا له وړاندې پر دغو کسانو پلی شوی دی.