د عاشورا لپاره کلک امنتي تدابير نيول شوي

په کابل او ځینې ولایتونو کې د عاشورا مراسم د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې لمانځل کیږي.

په ځانګړي ډول له تیرې شپې راهیسې امنیتي هڅې او احتیاطي تدابیر پراخ شوي او د کابل په واټونو او د عاشورا مراسمو په سیمو کې د امنیتي ځواکونو حضور پراخ ښکاري.

تراوسه د کومې امنیتي پیښې راپور نه دی ورکړل شوی، خو دوه کاله وړاندې په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې پر ګډونوالو ځانمرګي برید کې لسګونه کسان ووژل شول او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول.