سري لانکا کې د 'همګټو' سرمشریزه پیل شوه

په سري لانکا کې د همګټو یا کامنولت هیوادونو سرمشریزه غونډه پیل شوه، خو دا چې سریلانکا ددې سرمشریزې لپاره مناسب ځای دی او کنه پردې غونډې سیوری غوړیدلی .

کاناډا، هند او ماریشیوس په دې سرمشریزه کې له دې امله برخه نه ده اخیستې چې ګواکې سریلانکا په ۲۰۰۹ کال کې د تامیل یاغیانو پرضد وروستۍ جګړه کې د جنګي جرمونو په اړه د شویو ادعاوو د سپیناوي لپاره د خپلواکو څیړنو مخه نیولې ده.

د برتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون په دې سرمشریزه کې برخه اخستې خو د جنګي جرمونو په اړه د خپلو اندیښنو د اظهار لپاره به په شمال کې له تامیلي مشرانو سره وګوري.

خبریالان وايي په سریلانکا کې سنهالیان چې اکثریت دي، ولسمشر ماهیندرا راجاپاکاسا له دې امله ستايي چې شپږ ویشت کلنه شخړه يې پای ته ورسوله.