د لاهې محکمه له لیبیا سیف الاسلام غواړي

په لاهه کې نړیوالې جنايي محکمې له لیبیايي چارواکو غوښتي چې د دغه هیواد د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي وروسپاري، چې د بشري ضد جرمونو په تور محاکمه کړل شي.

د لاهای محکمې څارنوالې واتو بنسوده د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هم غوښتنه کړې چې د لیبیا پر حکومت فشار راوړي چې سیف الاسلام په هالند کې نړیوالې جنايي محکمې ته وسپاري.

دلیبیا چارواکي ټینګار کوي چې سیف الاسلام په لیبیا کې د دې هېواد د قوانینو په رڼا کې محاکمه شي، خو د نړیواله جنايي محکمه شک کوي چې نوموړی به په لیبیا کې په عادلانه توګه محاکمه شي.

د سیف الاسلام یوه مدافع وکیل ویلي که موکل يې نړیوالې جنايي محکمې ته ونه سپارل شي نو کیدای شي اعدام شي.

په ملګرو ملتونو کې د لیبیا سفیر ابراهیم الدباشي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې ویلي هیواد یې د سیف الاسلام د محاکمې په اړه له نړیوالې جنايی محکمې سره همکاري کوي خو که سیف الاسلام له لیبیا بهر یوړل شي نو کیدای شي لیږدول یې په لیبیا کې د ګډو وډۍ لامل شي.