فلپین کې د قربانیانو شمېر نژدې ۳۰۰۰ ته رسېدلی

د فلپین د کورنیو چارو وزیر بي بي سي ته ویلي چې د تیرې اونۍ په هایان نومي توپان کې د مړو شویو کسانو رسمي شمیر نژدې درې زره کسانو ته رسیږي.

ښاغلي روکساس دا ومنله چې کیدای شي د مړو شمیر له دې زیات وي. په هایان توپان کې د مړو شمیر لا هم کره نه دی خو په تاکلوبان ښار کې چې له ډیرو ځپل شویو ښارونو یو دی، چارواکي وايي کیدای شي يواځې په دې ښار کې څلور زره کسان د توپان له ا مله مړه شوي وي.

د توپان له امله رامنځته شویو ویجاړیو ته په پام سره د بي بي سي یو خبریال وايي د فلپین حکومت د بیارغاونې اوږمهاله پلان ته اړتیا لري.

لومړنۍ ارزونې ښيي چې هایان توپان پنځلس ملیارده ډالره زیان اړولی دی. په فلپین کې د بي بي سي خبریال وايي په ځینو سیمو کې نوي سلنه کورونه ویجاړ شوي او د زرګونو ښوونځیو ودانیو د کارولو نه دي.

ښوونځي تر راتلونکې جنورۍ میاشتې پورې ځنډول شوي. له توپان ځپلو سره د نړیوالو مرستې هم د پراخیدو په حال کې دي او د امریکا پوځي الوتکو هم د مرستو رسول پیل کړي دي.