مالدیپ کې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو

مالدیپ کې خلک د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې برخه اخلي، چې څو ځلې ځنډول شوي دي.

د نوي مشر ټاکنې درې ځلې هڅې د سترې محکمې له لوري یا خو ځنډول شوې دي او یا هم لغو شوې دي.

د ټاکنو په دویم پړاو کې مهم اپوزېسیون مشر محمد نشېد مخکښ دی. ۲۰۰۸ کال کې نوموړی د خپل هېواد لومړی ولسشمر و، چې په دیموکراتیکه توګه وټاکل شو، خو تېر کال اړ شو، چې د یاغي پولیس افسرانو او احتجاج کوونکو د فشار له کبله استعفا وکړي.

د ټاکنو دویم پړاو کې د نوموړي سیال عبدالله یمین د مامون عبدالقیوم ناسکه ورور دی، چې تر ۲۰۰۸ پورې یې درې لسیزې پر مالدیپ واکمني وکړه.