د سریلانکا ولسمشر د برتانیا غوښتنه رد کړه

د سریلانکا ولسمشر ماهیندرا راجاپاکسی په کلکه د برتانیا د صدراعظم ډېوېډ کېمرون هغه غوښتنه رد کړه چې وايي په دغه هېواد کې دې د کورنې جګړې په پائ کې د ادعا شویو جنګي جرمونو په اړه نړیواله څیړنه ترسره شي.

په کولمبو کې د همګټو هېوادونو سرمشریزې ته په وینا کې ښاغلي راجاپاکسی وویل هغه کسان چې د شیشې په کورونو کې ژوند کوي باید د نورو کورونه په تېږو ونه ولي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې ښاغلي کېمرون ترې

غوښتنه وکړه چې د مارچ ترمیاشتې دې د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه یوې باوري، شفافې او خپلواکې څیړنې ته زمینه برابره کړي کنه نو دی به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا فشار واچوي چې په دې برخه کې یوه نړیواله څیړنه ترسره کړي.