لیبیا کې د سیالیو ډلو ترمنځ تازه نښې شوي

په لیبیا کې د پیاوړي ملیشه وو ملاتړي ځواکونه په پلازمېنه طرابلس کې له سیالیو ډلو سره په نښتو کې په شا تمبول شوي دي.

د ملیشه وو ملاتړي ځواکونه له مسراتا ښار نه د خپلو هغو ملګرو ملاتړ ته راغلي وو چې د جمعې په ورځ یې پر بې وسلې مظاهره کوونکو ډزې وکړې او تر هغه وروسته په خپله تر برید لاندې ونیول شول.

مظاهره کوونکو د مسراتا له لوا نه غوښتنه کوله چې طرابلس ته ستنه شي.

سیمه ییز ملیشه هم له مظاهره کوونکو سره چې هڅه کوي د مسراتا لوا له سیمې وباسي یوځای شوي دي.

په تازه تاوتریخوالي کې له ۴۰ ډېر کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.

د لیبیا صدراعظم پر ټولو خواوو غږ کړی چې آرامه اووسي.