سوډان کې قبیلوي شخړو ۱۰۰ وژلي دي

له سوډانه په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد پولو ته څېرمه دارفور سیمه کې دا وروستیو ورځو کې د دوو قبیلو تر منځ د نښتو له کبله نژدې ۱۰۰کسان وژل شوي دي.

د دولتي راډیو په رپوټ کې ویل شوي، چې د شنبې په ورځ د میصریه او سلامت قبیلو تر منځ د سویل لوېدیځ ښار ام کوخون په شاوخوا کې نښتو دوام درلود.

نورو رپوټونو کې ویل شوي، په وژل شویو او ټپیانو کې د چاډ سرتېري هم شامل دي، چې له سوډاني هغو سره د خپلې ګډې پولې اوږدو کې ګزمې کوي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د دواړو ډلو تر منځ د نښتو له کبله د سیمې شاوخوا کې زرګونه خلک د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي دي.