روسي ځواکونو داغستان کې ۵ وسله وال وژلي

روسي امنیتي ځواکونه وايي، د داغستان په قفقاز سیمه کې یې پنځه سخت دریځي وسله وال په ډزو وژلي دي.

چارواکي وايي، په وژل شویو کې دیمتري سوکولوف هم شامل دی، چې تېره میاشت یې مېرمنې په ولګوګراد کې پر یوه بس ځانمرګي برید وکړ او شپږ ملکي کسان یې ووژل.

پولیسو د داغستان مرکز مخاچکالا ته نژدي یوه کلي کې د سوکولوف په شمول شکمن سخت دریځي اسلامپال محاصره کړل.

ویل کېږي، سخت دریځو له تسلیم کېدو انکار کړی و. د تروریزم ضد کمیټې یوه ویندوی اندرې چاتسکای وویل، له ډزو مخکې چارواکو سره خبرو کې سوکولوف وویل، هغه بم یې خپله جوړ کړی وو، چې مېرمنې یې چاودنه ورکړه.