افغانستان کې یو ایساف سرتېری وژل شوی

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه واييو یو سرتېری یې د افغانستان سوېل کې وژل شوی دی.

دوی وايي، چې دغه سرتېری د نومبر پر ۱۷ د یکشنبې په ورځ وژل شوی.

ایساف د وژل شوي سرتېري هویت نه دی په ډاګه کړی او نه یې هم د وژل کېدو دقیق ځای ښوولی دی.