' قطر له کارګرانو نه له حده زیات کار اخلي '

د بښنې نړیوال سازمان پر قطر تور لګولی چې د فوټبال د ۲۰۲۲ کال نړیوالو سیالیو ته د تیاري لپاره له کډوالو کارګرو څخه له حده زیات کار اخلي.

د بښنې نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي ډېر کارګران په بدو شرایطو کې کار کوي، په نامناسبو ځایونو کې اوسېږي او معاش هم میاشت په میاشت نه ورکول کېږي.

په دې راپور کې قطري چارواکي ملامت شوي ځکه د راپور په وینا دوی د کاریګرو د خوندیتوب لپاره له اړتیا سره سمې هڅې نه کوي.

دغه سازمان وايي په قطر کې یې له لسګونو کاریګرو سره مرکې کړي چې ویلي يې دي، څو میاشتې کېږي د پروژو مالکان دوی ته اجازه نه ورکوي چې له قطره بهر خپلو کورنو ته لاړ شي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دا چلند باید ودرول شي.