سوریه: د اسلامپاله یاغیانو مشر وژل شوی

سوریه کې فعالان وايي د اسلام پاله وسله والو یاغیانونو مشر د ترکيې په یوه روغتون د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د التوحید ډلې مشر عبد القادر صالح چې په حلب کې فعالیت کوي د رپوټونو له مخې د قطر هېواد له ملاتړه برخمنه ده.

نوموړی تېره اونۍ د سوريې دولتي ځواکونو په یوه برید کې ټپي شوی و.

ویل کېږي د سوریې حکومت د صالح د وژلو او یا نیولو لپاره دوه سوه زره ډالر انعام ټاکلی و.

له دې وړاندې د سوریې حکومت مخالفو وسله والو ویلي د یکشنبې په ورځ پلازمینې دمشق ته نږدې په یوه پوځي اډه کې زورورې چاودنې له ۳۰ زیات پوځیان وژلي. راپورونه وايي په دې ډله کې څلور جنرالان هم وژل شوي دي.