افغانستان کې ۶ ورځې رخصتي اعلان شوه

د افغانستان د وزیرانو شورا سر له سه شنبې د نومبر ۱۹ تر راتلونکې یکشنبې ۲۴مه په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

په کابل کې دا رخصتي داسې مهال اعلانیږي چې په پام کې ده د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا له متحده ایالتونو سره د امنیتي تړون د څیړلو لپاره لویه مشورتي جرګه په کار پیل وکړي.

د دې جرګې د جوړېدو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي چې ویل کیږي کابل ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دا منیتي اجراات وروسته له هغه لا ډیر سخت شول کله چې د تیرې شنبې په ورځ د لويي جرګې جوړیدو ځآی ته نږدې ځانمرګي برید وشو او ګڼه مرګ ژوبله یې واړوله چې اکثره یې د دولتي چارواکو دوینا له مخې ملکي وګړي و.