نيپال کې د سياسي ثبات لپاره ټاکنې کېږي

په نیپال کې د دغه هېواد د سیاسي ثبات په موخه ټاکنې تر سره کېږي. د دغه هېواد خلک د یوې شورا د ټاکلو لپاره رایې اچونې کې برخه اخلي چې د اساسي قانون د جوړولو دنده پر غاړه لري.

دا په ۲۰۰۶ کال کې د ماوېستانو د لس کلن پاڅون له پای ته رسېدو راهیسې دویم ځل ټاکنې دي، چې په دغه هېواد کې تر سره کېږي. تېره شورا پنځه کاله وړاندې د اساسي قانون د جوړولو لپاره ټاکل شوې وه، خو تېر کال د دغه دندې په پوره کولو کې له پاتې راتلو وروسته ړنګه شوه.

یو انتقالي حکومت د نننیو ټاکنو څارنه کوي خو د حکومت مخالفو ګوندونو یوې ډلې په ملي کچه د دغو ټاکنو د ګډوډولو غوښتنه کړې ده.