''ايران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي''

په امريکا کې ميشتې د بشري حقونو څار ډلې ايران د افغان کډوالو له قانوني غوښتنو په سرغړونې تورن کړی دی.

دغه ډله وايي ايران دغه راز په دې کې پاتې راغلی چې افغان کډوال له ناوړه چلند نه خوندي کړي.

په یوه راپور کې چې د چارشنبې پر ورځ خپور شو، د بشري حقونو څار ډلې ويلي زرګونه کسان پرته له دې چې د دوی د پاتې کېدو په اړه د دوی غږ واورېدل شي، له ايران نه شړل شوي دي.

زرګونه افغانان هر کال ايران ته په ناقانونه ډول ځي.

د ورکړای شويو شمېرو له مخې دا وخت شاوخوا ۲،۴ ميليونه افغانان په ایران کې دېره دي.