غزني کې ځانمرګي يوازې ځانمرګی وژلی دی

د غزني د مقر ولسوالۍ د ګداخیلو په سیمه کې ځانمرګی برید شوی چې یواځې برید کوونکی پکې وژل شوی دی.

د غزني والي محمد غلي احمدي بي بي سي ته وویل پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې هغه مهال رامنځ ته شوه چې بریدګر په چاودېدونکو توکو بار موټر د ملي اردو له یوې پوستې سره نژدې وچوه.

عیني شاهدان وايي چاودنه ډېره زوروره وه او تر لېرې سیمو يې د کورنو ښيښې ماتې کړې دي.

طالبان وايي برید دوی کړی او ادعا لري چې د ملي اردو پوڅيانو ته یې د سر زیان اړولی دی.